Asset 1SWN

هرات کې نجونو زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو دیني مدرسو ته مخه کړې

bper211110_001_afghanestan_01v

د نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو وروسته هرات کې یوشمېر نجونو دارالحفاظ او دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

هغه نجونې زده‌کوونکې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو محرومې شوي، دیني مدرسو ته تلل زده‌کړو ته د دوام ورکولو یوازینۍ لار بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راحله امیني یوه له دغو نجونو زده‌کوونکو څخه ده او سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د نجونو پر لوړو زده‌کړو له محدودیت وروسته رواني او روحي فشارونو سره مخ شوې او دغو ستونزو څخه د خلاصون لپاره یې دارالحفاظ ته مخه کړې ده.

هغې وویل: «هره ورځ چې وینم ورور مې پوهنتون ته ځي، ځورېږم، ځکه وړتیا او استعداد مو یو دی، خو هغه چې نارینه دی کولای شي، پوهنتون ته لاړ شي او زه چې نجلۍ یم، نشم کولای پوهنتون ته لاړه شم.»

هرات کې د ښوونځي زده‌کوونکې هم وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو په تړل کېدو سره ژوند څخه ناهیلې شوې دي. د دوی په وینا، روحي او رواني ستونزو څخه د خلاصون لپاره یې دیني مراکزو ته مخه کړې.

یوې زده‌کوونکې نوریه احمدي وویل: « د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته ښوونیزو مرکزونو ته لاړو هغه هم وتړل شول او روحي وضعیت مې خراب شو، کله مې چې ولیدل دارالحفاظونه خلاص دي، د قران‌کریم زده‌کولو لپاره هلته لاړم او اوس مې دا یوازینۍ هیله ده.»

هرات کې نجونې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې د ا.ا له مسوولانو غواړي چې نجونو ته اجازه ورکړي، څو بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي. په ورته وخت کې یوشمېر ټولن‌پوهان په دې باور دي، هرڅومره چې د خلکو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شي، په هماغه اندازه د بدیل لارو موندلو هڅه کوي.

هرات کې ټولنیز فعال ډاکټر ابراهیم صمدي وویل، پر ښځو د محدودیتونو دوام کولی شي راتلونکو کلونو کې د هېواد پر ښوونیز او اقتصادي نظام منفي اغېزې وکړي. هغه وویل: «د ټول‌پوهنې له اړخه کله چې انسان باندې محدودیت لګول کېږي، هغه هڅه کوي دومره کار وکړي چې څومره پرې محدودیت لګېدلی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدو څخه نږدې دوه کاله کېږي او د ا.ا چارواکو هم ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به تر بل امر پورې همداسې تړلي پاتې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام