شاوخوا ۸ میاشتې کیږي چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌لري، خو اوس روزګان کې ګڼ‌شمېر نجونې زده‌کوونکې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

دغه زده‌کوونکې چې مخکې يې ښوونځيو کې زده‌کړې کولاې، وايي چې له هرې ممکنه لارې څخه په استفادې غواړي زده‌کړې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه له دغو نجونو څخه اميرا وايي، په مدرسو کې خاص لباس نه‌وي او نجونې کولای شي، په هر ډول لباس کې زده‌کړې وکړي.

نوموړې وايي: «ډېرې زياتي نجونې مدرسو ته راځي. ورځ تر بلې اوس د هغو نجونو شمېر زياتېږي چې پخوا يې ښوونځي لوستل. مکتب ته خو موږ تور کالي اغوستل، خو مدرسو ته د کور په کاليو کې ورځو د مکتب ټولې نجوني اوس مدرسو ته ورځي.»

روزګان کې هغه نجونې زده‌کوونکې چې دامهال يې ښوونځي پر مخ تړلي، غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې هر څه ژر د دوی ښوونځي بیا پرانیزي.

روزيه او ښايسته روزګان د یوه ښوونځي زده‌کوونکې دي، دوی له تېرو ۸ مياشتو راهیسې ښوونځي ته نه دي تللي. دوی وايي، هيله يي درلوده چې په نوي ښوونيز کال کې به ورته د زده‌کړې اجازه ورکړل شي، خو د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې ډېرې خواشينې کړې دي.

دغه نجونې زده‌کوونکې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د مدرسو په جامو کې د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د نجونو زد‌ه‌کوونکو د منځنۍ او لېسې دورې د ټولګیو نه پرانیستو په اړه د اسلامي امارت پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونه هم پارولي دي.

خو د پوهنې وزارت ویلي، په يوې طرحې کاروي چې تر بشپړېدو وروسته به، ټول ښوونځي د نجونو زده‌کوونکو پرمخ پرانیستل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې تازه پرون د اسلامي امارت جګ‌پوړي غړي انس حقاني خوست کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، نږدې ورځو کې به د نجونو ښوونځیو د بندېدو ستونزې هواري په هدف د دیني علماوو یوه ناسته هم جوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام