د چاپخونو یو‌شمېر مالکان وايي چې هېواد کې د بېلابېلو ستونزو له کبله یې د کار بازار خراب شوی او ګڼ‌شمېر چاپ‌خونې د دیوالي کېدو له ګواښ سره مخ دي.

شاکر صفري چې په کابل ښار کې یې چاپخونه لرله او څو میاشتې وړاندې ورسره اتو کسانو کار کاوه، خو اوس یې د اقتصادي ستونزو او د کاروبار د نشتون له امله کارکوونکي ځواب کړي او نږدې دی چې د خپلې چاپ‌خونې دروازه هم وتړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د چاپ‌خونو ټولنه چې نږدې ۲۰۰ چاپخونې ورسره ثبت دي، مسوولان یې وايي چې له یوې او یا هم دوو چاپ‌خونو پرته، پاتې یې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغې ټولنې د مسوولانو په وینا، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې زرګونه کارکوونکي وزګار شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د چاپ‌خونو د ټولنې مرستیال محمدشاکر صمیمي، اقتصادي ستونزې، د حکومت نه پاملرنه، د بازار انحصار، له هېواده بهر د کتابونو چاپ او د لومړنیو موادو نه‌شتون هغه لاملونه یادوي چې د دوی بازار یې درولی دی.

نوموړی زیاتوي د دغو ستونزو د هواري لپاره یې په وار وار له بېلابېلو دولتي بنسټونو سره رسمي لیدني کړي، خو په وینا یې، غوښتنو ته یې پام نه دی شوی.

د مخکیني حکومت پرمهال د ورکړل شویو شمېرو له مخې، یوازې د کابل ښار چاپ‌خونې په یوه ورځ کې نږدې د پنځه سوه او ۵۰۰۰۰ ټوکو کتابونو د چاپ وړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ومو غوښتل په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره-سره بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام