د ولسي جرګې غړو د دغې جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر  راغوښتی وو، څو د کورونا ویرووس مدیریت او بحران ته د هېواد د تلو په اړه معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې یو‌شمېرغړي د عامې روغتیا وزارت سرپرست د مدیریت پر کمزورتیا تورنوي او وايي، د عامې روغتیا وزارت د نه پاملرنې له امله په مرکز او ولایتونو کې د کوویډ۱۹ روغتونونه له ناورین سره مخ دي.

هغوی ټینګار کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د اکسیجن ډبې نشته او ښاریان د ډېرو پیسو ورکولو او د ستونزو تر زغملو وروسته په شخصي توګه د اکسیجن ډبې اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې غړی میرحیدر افضلي وايي: «افغانستان نن سبا تر ټولو بد وضعیت کې دی، زمونږ  ګڼ‌شمېر روغتونونه اکسیجن نه لري، له‌ بده‌مرغه مدیریت ډېر کمزوری دی، زیاتره ناروغان چې د کوویډ۱۹روغتونونو ته مراجعه کوي، خپل ژوند بایلي، نه پوهېږو چې دا څنګه مدیریت دی، کله چې ناروغ روغتون ته مراجعه کوي، بېرته روغ نه‌شي ترې وتلی.»

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، د کورونا تېرو څپو ته په کتو د روغتونونو ظرفیت په مراتبو زیات شوی، خو محدودیتونه تراوسه نه دي رفع شوي. مجروح د کوویډ۱۹ ناروغانو لپاره د اړتیا وړ اکسیجن تامین په برخه کې وايي، د ازبکستان له خوا مرسته شوي د اکسیجن ډبې تشې وې او نورو هېوادونو څخه د اکسیجن چمتو کولو او د هېواد دننه یې د تولید لپاره هڅې روانې دي.



هغه وویل: «ازبکستان څخه چې د اکسیجن کومې زر ډبې راوړل شوي، یو سوءتفاهم شوی، دغه ډبې تشې وې. اوس زمونږ یو سوداګر ژمنه کړې چې ۳۰۰ ډبې ډکوي. ۲۶۳ ډبې هم مزارشریف ښار ته وړل شوي، که تشې ډبې پیدا کړو، تاجکستان هېواد حاضر دی چې د ورځې تر ۵۰ پورې ډبې ډکې کړي. له ایران څخه مو هم ۲۵۰۰ ډبې پېرلي دي.»

دغه څرګندونې په داسې مهال کې مطرح کېږي چې افغانستان کې د کورونا درېیمه څپه د پراختیا په حال کې ده او د اکسیجن نه‌شتون او د کمښت ستونزې ګڼ‌شمېر ناروغان له ګواښ سره مخ کړي دي.

کورونا ویرووس سره د مبارزې لپاره د ازبکستان هېواد د شنبې پر ورځ د غبرګولي په ۲۲مه حیرتانو بندر کې د اکسیجن زر ډبې د بلخ والي ته وسپارلې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام