فاریاب کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی؛ «که ډوډۍ ولرو، خوښېږي مې درس ولولم»
دولس کلن سهرا چې ټوله ورځ د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د خلکو د بوټانو په رنګولو تېروي وايي، اقتصادي ستونزو اړ کړی چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
هغه چې د ښوونځي د پنځم ټولګي زدهکوونکی و وايي، هیله یې لرله چې یوه ورځ ډاکټر شي، خو بېوزلۍ له زدهکړو بېبرخې کړی او اوس یې د ډاکټر کېدو هیله پر خوب بدله شوې ده.