له ایران څخه تخار ولایت ته د زرګونو افغانانو د جبري راستنېدو څو میاشتې تېرې شوي، خو ډېری یې لاهم د سرپناه نشتوالي، وزګارتیا او لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

راستانه شوي سلام‌وطندار ته وایي چې د ژوند شرایط یې ډېر خراب دي او تراوسه یې له اړوندو ادارو څخه کافي مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

عبدالله، چې شاوخوا یوکال مخکې له ایران څخه تخار ته راستون شوی او د دشت‌قلعه ولسوالي کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، وایي: «زموږ وضعیت ښه نه‌دی، د مرستې لپاره چې کوم کارت راکړل شوی و، زنګ ورته وهو خو څوک ځواب نه راکوي. ویل شوي وو چې د دې کارت په وسیله به روغتیايي مرکزونه موږ معاینه کوي، خو کلینیک هم دا کارت نه مني او د درملنې لپاره پیسې غواړي.»

دغه راستنې شوې کورنۍ زیاتوي چې له خپلو کورنیو سره په سختو شرایطو کې ژوند کوي او تراوسه د کومې ادارې له لوري عملي مرسته نه‌ده ترلاسه کړې. دوی له حکومت څخه د سرپناه جوړولو او د کار زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

محمدرحیم او قدسیه چې یو کال مخکې له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي او دامهال د تخار په مرکز تالقان ښار کې ژوند کوي، وایي: «موږ د سرپناه، معیشت او روغتیا له ستونزو سره مخ یو. تر اوسه مو له کومې موسسې یا د کډوالو له دفتره مرسته نه ده ترلاسه کړې. حتی د ناستې لپاره مو یوه کمپله هم نشته.»

قدسیه وايي: «له راستنېدو راهیسې مو کور نه دی درلود، د کډوالو دفتر کې مو نوم ثبت کړ، خو ویل یې چې زنګ درته وهو، خو تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی. کرایي کور کې اوسو، خو د لوړې کرایې له امله یې د ورکولو توان نه لرو.»

په همدې حال کې، د تخار یوشمېر ټولنیز فعالان وایي چې ډېری راستانه شوي، مسلکي مهارتونه لري او حکومت باید ورته د کار زمینې برابرې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یو ټولنیز فعال ولي‌الله وایي: «د راستنو شوو کډوالو د پام وړ برخه مسلکي مهارتونه لري، خو د هغوی د جذب لپاره د مشخصو پلانونو نشتوالی بې‌کاري او اقتصادي فشارونه زیاتوي، چې په اوږدمهال کې جدي ټولنیزې ستونزې رامنځته کولی شي.»

بل لور ته، په تخار کې مسوولان وایي، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي. د تخار د کډوالو چارو رییس شېراحمد انوري وایي چې د لوړپوړو چارواکو په همغږۍ د کډوالو لپاره د ژوند د ښه‌والي پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

هغه وایي: «د بهارک ولسوالۍ په هوارسايي سیمه کې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د مرکز له لیسته ثبت شوي او بې‌سرپناه کسان به پکې ځای پر ځای شي.»

د یادونې وړ ده چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه سلګونه زره افغان کورنۍ هېواد ته راستانه شوي، خو ډېری یې لا هم د خیمو لاندې یا د کرایي کورونو کې له نامعلوم راتلونکي سره ژوند کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام