له تېرې شاوخوا یوې میاشت راهیسې د هېواد په سطحه ورښتونه دوام لري چې ګڼو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو لامل شوي.

دغو ورښتونو او سېلابونو سره له دې چې هېوادوالو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي، د هېواد ګڼو سیمو ته د غځېدلو لارو په ځانګړو توګه د لویو لارو د تړل کېدو لامل هم شوي.

خو کندهار کې وروستیو بارانونو بیا بزګران راتلونکي کال او کښتونو ته هیله‌مند کړي.

کندهار کې بزګر عبدالرازق او نعمت‌الله د روانو بارانونو په اړه خوښي ښيي او وايي: «سږکال بارانونه زموږ لپاره ډېر مهم وو. زموږ کښتونه چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، اوس یو څه ښه شوي او هیله لرو چې حاصل به مو هم ښه شي.»

«که بارانونه همداسې دوام وکړي، نه یوازې به زموږ ځمکې خړوبې شي، بلکې د څښاک اوبو ستونزې به هم راکمې شي.»

ورته وخت کې د چارو کارپوهان وايي، یوازې یو موسم ښه باران د اوږدمهالې وچکالۍ ستونزه نه‌شي حل کولی.

د اقلیمي شرایطو شنونکی محمد ویس وايي: «که څه هم ۲۰۰ ملي‌متره باران د وچکالۍ د کمولو لپاره یو مهم حد دی، خو د اقلیم بدلون له امله باید پر اوبو د مدیریت، زېرمو جوړولو او عصري کرنې هم تمرکز وشي.»

کندهار کې د دوشنبې په ورځ په اوسط ډول ۱۴ ملي‌متره باران ورېدلی چې د روان کال د اورښتونو اندازه یې له ۲۰۰ ملي‌متره واړوله.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، دغه بارانونه په ښار او نږدې ولسوالیو کې نسبتاً زیات وو، خو په ځینو لرو پرتو سیمو کې یې کچه کمه ثبت شوې.

د یاد ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي: «د روان کال د باران ټولټال اندازه اوس ۲۰۲ ملي‌متره ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره لږ تر لږه ۲۰۰ ملي‌متره باران ته اړتیا وه.»

هغه زیاته کړه که څه هم دا اندازه د اړتیا حد ته رسېدلې، خو د اقلیمي ثبات لپاره هر کال ورته اورښتونو ته اړتیا ده، څو د وچکالۍ اغېزې په تدریجي ډول راکمې شي او د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هواپېژندنې نړیوالې ادارې د اټکل له مخې، د روان کال د دوشنبې ورځې بارانونه د وروستیو شدیدو اورښتونو له ډلې څخه بلل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام