
د پسرلي په رارسېدو کابل کې د ګلانو او نیالګیو پېر او پلور ډېر شوی
کابل ښار کې د ګلانو او نیالګیو یو شمېر پلورونکي وایي، د پسرلي په رارسېدو سره یې پلور څو برابره زیات شوی. دوی وویل چې

کابل ښار کې د ګلانو او نیالګیو یو شمېر پلورونکي وایي، د پسرلي په رارسېدو سره یې پلور څو برابره زیات شوی. دوی وویل چې

د عامې روغتیا وزارت تېر لمریز کال کې شاوخوا ۹۰ میلیون موارده روغتیايي خدمات وړاندې کړي
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا هڅې روانې دي او په همدې موخه په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۴۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه جوړ شوي.

له تېرې شاوخوا یوې میاشت راهیسې د هېواد په سطحه ورښتونه دوام لري چې ګڼو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو لامل شوي.
دغو ورښتونو او سېلابونو سره له دې چې هېوادوالو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي، د هېواد ګڼو سیمو ته د غځېدلو لارو په ځانګړو توګه د لویو لارو د تړل کېدو لامل هم شوي.
خو کندهار کې وروستیو بارانونو بیا بزګران راتلونکي کال او کښتونو ته هیلهمند کړي.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران له لوري د څو توغندیو تر ویشتلو وروسته د اسراییلو په مرکزي سیمو کې زیانونه او چاودنې ثبت شوې دي.
ځینې توغندي د هوايي دفاعي سیستمونو لهخوا شنډ شوي، خو ځینې نور خپلو هدفونو ته رسېدلي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د استرالیا یو پخوانی ځانګړی سرتېری، رابرتزسمېت، افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی دی.
د راپور له مخې، نوموړی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د یوشمېر وژنو په لړۍ تورن دی.

یوشمېر قانون جوړونکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لرېکېدو لپاره د یاد هېواد د اساسي قانون د ۲۵م متمم «اصلاحیه» د تعدیل د کارولو غوښتنه کړې ده. دغه تعدیل هغه مهال د واک د لېږد زمینه برابروي، کله چې ولسمشر د خپلې دندې د ترسره کولو وړتیا له لاسه ورکړي.

په پنجشېر کې د زمردو د استخراج او پلور کچه لوړه شوې چې په تازه مزایده کې شاوخوا ۲زره او ۶۳۹ قیراطه استخراج شوي، زمرد د ۳ میلیونه او ۱۷۲زره او ۶۵۰ افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د روغتیا نړیوالې ورځې سره هممهاله، د افغانانو لپاره د باکیفیته روغتیايي خدمتونو غوښتنه کړې. د دغه پروګرام د افغانستان

د پسرلي په رارسېدو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګلانو او بوټو بازار بیا تازه رنګ اخیستی دی. هغه ځوانان چې له کلونو راهیسې یا د نوې لارې په توګه دې برخې ته راګرځېدلي، وايي چې په دې موسم کې یې کاروبار ښه شوی او عایدات یې زیات شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کابل ـ جلالاباد او سالنګونو لویېلارې لا هم د تګ را تګ پرمخ تړلي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن سهشنبه د حمل ۱۸ / اپرېل ۷ ویلي، د سالنګ لار دوامدارې واورې ورېدو، توفان او پرلپسې برف کوچونو او همدارنګه د کابل ـ جلالآباد لار د پرلهپسې غرښوویېدنې له امله، د ټرافیکو پرمخ تړلي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د تیرې شپې ورښتونو له امله د جلالاباد ښار «انګور باغ» سیمه کې د یوه کور

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
الجزیرې خبري شبکې نن سهشنبه حمل ۱۸ / اپرېل ۷ راپور ورکړی چې اسراییل تېره ورځ د غزې په مرکز کې د المغازي کډوالو کمپ ته څېرمه سیمه په نښه کړې.