د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي چې د کابل ـ جلالاباد او سالنګونو لویېلارې لا هم د تګ را تګ پرمخ تړلي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن سهشنبه د حمل ۱۸ / اپرېل ۷ ویلي، د سالنګ لار دوامدارې واورې ورېدو، توفان او پرلپسې برف کوچونو او همدارنګه د کابل ـ جلالآباد لار د پرلهپسې غرښوویېدنې له امله، د ټرافیکو پرمخ تړلي دي.
هغه زیاته کړې چې د کابل ـ کندهار لویهلار چې تېر ماښام د بارانونو او سېلابونو په دلیل د زابل د شهرصفا ولسوالۍ اړوند «فولادګي مانده» سیمه کې تړل شوې وه، د ټولګټو وزارت د عملیاتي ټیمونو له لوري د یاد ولایت د یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ بېرته پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې چې په بندو لارو سفر ونهکړي او د دغه وزارت رسمي خبرتیاوو ته په تمه پاتې شي.