د رویسې جمهوررییس ولادیمیر پوتین پرون له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمداُف سره په کتنه کې ویلي چې مسکو او شریکان یې لکه چین، هند، امریکا، ایران او پاکستان د افغانستان د زیربناوو بیارغونې ته چمتو دي.

د روسیې جمهوررییس زیاته کړې، په افغانستان کې د امریکا او متحدینو ۲۰ کلن حضور ته یې په کټو، د امریکا اصلي مسوولیت دی چې د افغانستان د زیربناوو په جوړلو کې ونډه واخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پوتین ویلي: «موږ چمتو یوو چې له ترکمنستان او نورو شریکانو سره په ګډه د مسکو، هند، ایران، امریکا، چین او پاکستان په چوکاټ کې په افغانستان کې بیارغونې ته دوام ورکړو.»

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي شنونکي وایي چې له افغانستان څخه د امریکا په وتلو سره مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په اړه مثبته لیوالتیا وښیي.

د سیاسي چارو شنونکی جبار اکبري وایي، پوتین د افغانستان ټول اړخونه درک کړي چې له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو له وتلو وروسته به له دغه هېواد سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې اسلامي امارت د کرملین څرګندونې د افغانستان لپاره یو مثبت ګام بولي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل چې د افغانستان له خلکو سره مرسته د نړیوالې ټولنې له مسوولیتونو څخه ده. هغه وایي چې د نړۍ هېوادونه کولی شي  په افغانستان کې له ډیپلوماټیک او سوله‌ییزې لارې پانګونه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کریمي وایي: «هغه غږونه چې د افغانستان د ملاتړ په موخه پورته کېږي، ښه ګام دی. اسلامي امارت له هېوادونو څخه غواړي چې د افغانستان په اړه داسې تګلاره ولري چې د تېرو شلو کلونو یا هم په ټولیزه توګه د تېرو ۴۳ کلونو ستونزې جبران کړي.»

د افغانستان په اړه د ولادیمیر پوتین څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته تراوسه هېڅ هېواد د افغانستان د بیارغونې په برخه کې غبرګون نه دی ښودلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام