تخار کې ناپېژاندو وسلهوالو د یوې کورنۍ ۲ غړي وژلي
تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښتکلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.
د دښتکلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي پهکې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.