ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې ادارو ته د بودجې د په پام کې نیولو څرنګوالي په اړه د نیوکې ترڅنګ، د ۱۳۹۹ نیمايي کال بودجه تصویب کړه.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړي وايي، حکومت د نیمايي کال بودجه کې ۱۱ میلیارډه افغانۍ په پام کې نیولي چې له ډلې یې یو میلیارډ او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ د ټولګټو وزارت ته، ۸۳۰ میلیونه افغانۍ روغتیا وزارت ته، یو میلیارډ افغانۍ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته او ۸۹۰ میلیونه افغانۍ هم ښاروالیو ته په پام کې نیول شوې دي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړيو د مالي اوبودجې کمېسیون له لوري د بودجې په پام کې نیولو پر څرنګوالي نیوکه کړې او هغه یې نامتوازنه بللې ده.

د دوی په خبره، د نیمايي کال بودجې زیاته برخه هغو ادارو ته په پام کې نیول شوې چې د قانون خلاف او د ولسي جرګې له تصویب پرته جوړې شوې دي.

دوی وايي، له ټولو ۱۱ میلیارډه افغانيو یوازې ۵ میلیونه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عملیاتي واحد او یو میلیارډ افغانۍ ملي امنیت شورا ته ځانګړې شوې دي، په داسې حال کې چې کلیدي وزارتونو ته چې د ټولګټو او پراختیايي پروژو د پلي کولو مسوولیت لري، کمې پيسې په پام کې نیول شوې دي.

د ولسي جرګې غړي خان‌اغا رضايي او منورشاه بهادري وايي، د ولسمشرۍ ماڼې د چارو ادارې عملیاتي واحد د ولسي جرګې له تایید پرته جوړ شوی او د خپلو لګول شویو پیسو په اړه هېڅ ډول ځواب نه وايي.

د دوی په وینا، روغتیا وزارت په بودجه کې د ۵۰ میلیونه افغانیو غوښتنه کړې، خو اوس ورته ۸۳۰ میلیونه افغانۍ او ملي امنیت شورا ته هم یو میلیارډ افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت او د شکایتونو د اورېدو کمېسیونونو د ۱۳۹۹ نیمايي کال له بودجې سره مخالفت کړی او د رایې ورکړې له بهیر وړاندې یې د نیمايي کال بودجې د سند د تعدیل غوښتنه کړې ده.

له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې دویم مرستیال عباس ابراهیم‌زاده چې د ولسي جرګې د نننۍ غونډې مشري یې کوله، د نیمايي کال بودجې سند د رایو ورکولو ته وړاندې کړ چې په ۶۰ تایید رایو سره تصویب شو.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د ۱۳۹۹ نیمايي کال بودجه د نامتوازن‌والي له کبله رد کړې وه.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام