Asset 1SWN

ډنډپټان کې په ۴۴ میلیونه افغانیو د سوداګریزو توکو لپاره ګُدامونه جوړېږي

غغغغغغ

د پکتيا د ډنډپټان ګمرک کې د ۴۴ میلیونه افغانيو په لګښت د سوداګریزو توکو د ساتنې او تخلیې لپاره د ګُدامونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دې ګُدامونو د جوړېدو چارې نن پنج‌شنبه د لړم ۱۸مه په رسمي توګه پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګمرکاتو عمومي رياست د ګمرکونو د پراختيا او ملاتړ عمومي رييس محمدموسی عمر وايي چې ډنډپټان ګمرک کې د سوداګریزو توکو د تخلیې او ساتنې لپاره دغه ګُدامونه د ماليې وزارت له‌خوا جوړېږي.

د نوموړي په وینا، د ګُدامونو نشتون له امله به دغه ګمرک کې توکي د اورښتونو او لمر له امله خرابېدل چې په جوړېدو سره به یې توکي د له‌منځه تلو له ګواښ خوندي وساتل شي.

ډنډپټان کې چارواکي زیاتوي چې ګمرک کې به سوداګرو ته اړوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته مهال يوشمېر سوداګر د ډنډپټان ګمرک کې د توکو تخلیې او ساتنې لپاره د ځانګړو ګُدامونو جوړېدو ته خوښ دي او وايي، له دې وړاندې یې توکي لمر او باران له‌منځه وړې دي.

د دوی په وینا، د دې ګُدامونو په جوړېدو سره به د توکو له‌منځه تلو له امله له زیانونو خلاص شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو دغه سوداګر بیا نیوکه کوي چې له پاکستان سره د ډنډ‌پټان د خرلاڅي دروازې له لارې ډېر توکي لېږد او رالېږدول کېږي، خو په وینا یې، د دې ولسوالي او مرکز ګردېز ترمنځ لاره باید ورغول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام