Asset 1SWN

د پکتیا ډنډپټان کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» بېرته پرانېستل شوه

خرلاڅي دروازه

د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» چې له تېرو لسو ورځو راهیسې تړلې وه، پرون جمعه د لړم ۱۲مه بېرته پرانېستل شوه.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې رییس حسیب‌الله ګردیزي سلام‌وطندار ته وويل چې دغه لاره د پاکستان له لوري تړل شوې وه چې بېرته پرانېستل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وينا، د کرښې هغې غاړې ته له سوداګریزو توکو بار شاوخوا ۲۰۰ موټر افغانستان ته اوښتې دي.

ډنډپټان ولسوالي کې د خرلاڅي دروازه لس ورځې وړاندې پاکستاني حکومت له هغه وروسته وتړله چې د کرښې پورې غاړې په کورمه ایجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ جګړې زور واخيست.

د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقدير احمدي سلام‌وطندار ته ویلي، يوازې پرون له افغان لوري‌ په کمه اندازه باروړونکو موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوې، خو وايي نور معلومات نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خرلاڅي لاره چې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه پرته ده، د دغه ولایت د سوداګرو د تجارتي توکو د لېږد رالېږد لپاره تر ټولو نږدې او ارزانه لاره بلل کېږي.

دغه لاره داسې مهال بېراته پرانېستل کېږي چې په تړل‌کېدو سره یې د پکتیا په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوې وې چې او خلک د ځینو توکو کمښت سره مخ وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام