روزګان کې ځوانان: د لوړ ولور او دودونو له امله د واده لګښتونه نشو برابرولی

روزګان کې یو‌شمېر کوژدن شوي ځوانان وايي چې د ناوړه دودونو او بې‌وزلي له امله کلونه کېږي چې د واده لګښتونو پوره کولو لپاره لاس تر ځنې ناست دي.

د یاد ولایت یوه اوسېدونکي شبیراحمد سلام‌وطندار ته وايي، څلور کاله کېږي چې کوژدن شوی، خو په وینا یې، د واده لګښتونو ته پیسې نه‌لري.

د تورخم له کمپ څخه ۱۰۵۰ راستنې شوې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي

په تورخم کې چارواکي وايي چې دغه سیمه کې راستانه شویو کډوالو ته له جوړ شوي کمپ څخه تراوسه ۱۰۵۰ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.

د چارواکو په وینا، دغه کورنۍ په تېره یوه شپه او ورځ کې بېرته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او دا بهیر لاهم روان دی.

عبدالغني برادر د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عدالغني برادر نن شنبه د لړم ۱۳مه د ایران په بلنه د یوه پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې عبدالغني برادر به دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، رېل پټلۍ او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

انګلستان او اسټرالیا نن نړیوال جام کې لوبه کوي

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله نن د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو روان نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د نومبر څلورمه د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د پکتیا ډنډپټان کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» بېرته پرانېستل شوه

د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د «خرلاڅي دروازه» چې له تېرو لسو ورځو راهیسې تړلې وه، پرون جمعه د لړم ۱۲مه بېرته پرانېستل شوه. د پکتيا د سوداګرۍ خونې رییس حسیب‌الله ګردیزي سلام‌وطندار ته وويل چې دغه لاره د پاکستان له لوري تړل شوې وه چې بېرته پرانېستل شوې.

نیپال کې د زلزلې له امله ۱۱۹ کسان مړه شوي

د نیپال په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۹ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۰۰ نور کسان ټپیان دي.

زلزله پرون جمعه «نومبر درېیمه» غرمه ۱۱:۴۷ بجو د پلازمېنې کټمنډو لوېدیځ ته ۵۰۰کیلومټره لرې د جاجرکوټ په لوېدیځه لرې‌پرتې غرنۍ ولسوالي کې شوې چې شاوخوا ۱۹۰،۰۰۰ کسان په‌کې ژوند کوي.