په تورخم کې چارواکي وايي چې دغه سیمه کې راستانه شویو کډوالو ته له جوړ شوي کمپ څخه تراوسه ۱۰۵۰ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.

د چارواکو په وینا، دغه کورنۍ په تېره یوه شپه او ورځ کې بېرته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او دا بهیر لاهم روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ترانسپورت کمېټې مشر سردار شېرزاد رسنیو ته ویلي چې د لېږدونې چارې په چټکۍ روانې دي.

د نوموړي زیاته کړې چې  تېرو څلرويشت ساعتونو کې اته سوه کورنۍ په خپلو کرايه شويو او ۲۵۰ بې‌وزله کورنۍ د دفاع وزارت باروړونکو موټرو کې د هېواد بېلابېلو سيمو ته لېږدول شوې دي.

سردار شېرزاد ټينګار کړی چې نن شنبه د لړم ۱۳مه د لېږدونې چارې نورې هم چټکې شوي او د ورځې تر پايه به له زرو څخه ډېرې کورنۍ خپلو سيمو ته ولېږدول شي.

په ورته مهال پاکستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالی بېګاه تورخم ته سفر کړی دی. سرداراحمد شکېب د سفر پر مهال رسنیو ته ویلي، پاکستاني چارواکو ورته د راستنېدونکو افغان کډوالو د شتمنیو خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نوموړي په وینا، پاکستان کې افغان کډوالو سره د مسوولانو په چلن کې هم مثبت بدلون راغلی او هڅه کوي چې هلته د هېوادوالو حقونه خوندي شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام