روزګان کې یو‌شمېر کوژدن شوي ځوانان وايي چې د ناوړه دودونو او بې‌وزلي له امله کلونه کېږي چې د واده لګښتونو پوره کولو لپاره لاس تر ځنې ناست دي.

د یاد ولایت یوه اوسېدونکي شبیراحمد سلام‌وطندار ته وايي، څلور کاله کېږي چې کوژدن شوی، خو په وینا یې، د واده لګښتونو ته پیسې نه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، لوړ ولور او د واده اړوند ناوړه دودونو دغه ولایت کې ډېری ځوانان دې ته اړ کړي چې پردیو هېوادونو ته مزدورۍ پسې لاړ شي.

شبیراحمد وویل: «څلور کاله کېږي چې کوچنیان (مېرمن) مې د پلار پر کور ناست ده، د ولور پیسې نه‌لرم وروره زه خپله روزانه کاریګر یم د ورځې ۲۰۰ افغانۍ پیدا کومه هغه زه کور په وچلوم که ولور په ادا کړم. اوس د ملګرو څخه شرمیږم چې کوژده مې څه وخت کړې او ولور یي څنګه ورادا کړم.»

د شبیراحمد خواښې نبیله بیا وايي چې دوی هم وس نه‌لري چې خپله لور بې ولوره او وړیا ورکړي. هغې زیاته کړه چې د شبیراحمد د کوژدنې څلور کاله پوره شوي، خو په وینا یې، دوی ته يې له ۷۰۰زره افغانیو څخه یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې.

هغې وویل: «ولور یي ندی راوړی څلور کاله کېږي، په اووه لکه مي ورکړې، هغه تر موږ غریبان دي موږ تر هغو غریبان یو، نو اوس خوارانو پر هغو هم زړسوی دی، نشي برابرولای په اوس شرایطو کې موږ هم څه وړو، موږ هم مجبوره یو چې اوس موږ یو شی درلودای دغسې مفته به مو په لاس ورکړې وای، خو موږ هم تر دوی بدتره یو.»

 د لوړ ولور او ودونو پرمهال د بې‌ځایه دودونو په اړه یوشمېر دیني عالمان او عام خلک وايي، د کورنیو ترمنځ د جنجال او تاوتریخوالی لوی لامل همدا ولور او بې‌ځایه دودونه دي.

د دوی په وینا، ځینو سوېلي ولایتونو کې ان ځینې خلک داسي فکر کوي که د لور پر سر ولور وانخلي، د خپلوانو له‌خوا به ډېرې خبرې ورته وشي او کورنۍ به يې بې‌ارزښته وبلل شي.

کندهار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالرحیم وویل: «که څه هم ولور باید د ښځو له لوري وټاکل شي، خو اوس البته دغه حق ته هیڅوک توجه نکوي. دوی نه هم دغه حق ښځو ته رسیږي، نو په اوس وخت کې چې د خلکواقتصادي وضعیت هم سم ندی، د لوړ ولور ټاکل د خلکو ترمنځ په یو رقابت اوښتی دی چې له امله یي په ډېرو کورنیو کې د تاوتریخوالی لامل شوی او بل اکثره خلک نورو هېوادونو ته د ولور د پیداکو لپاره اړ کېږي.»

د ناوړه دودونو مخنیوي برخه کې د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس اغاولي قریشي وايي، هڅه کوي چې د دیني عالمانو په مرسته د ناوړه دودونو مخه ونیسي، څو د کورنیو ترمنځ تاوتریخوالی له منځه لاړ او ځوانان له ستونزو سره مخ نه‌شي.

اغاولي قریشي سلام وطندار ته وویل: زموږ ولایتي مسولینو تر ډېره حده کوښښ کړی او په دې برخه کې یي دیني عالمانو هم زموږ سره د منبر له لارې مرسته کړې او لاهم دغه همکاري دوام لري، څو موږ خپلو ځوانانو او د ټولنې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو، څو د هغه ناوړه دودونو او رواجونو مخه ونیول شي چي په هغه کې بې‌ځایه مصارف کیږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې لوړ ولور نه‌یوازې ځوانانو دې اړ کړي چې د پیسو ګتلو لپاره نورو هېوادونو ته مسافري وکړي، بلکې یوشمېر سیمو کې يې نجونې هم اغېزمنې کړي او پر ژور خپګان یې اخته کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام