Asset 1SWN

عبدالغني برادر د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللی

F-EehFPasAAYVll

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عدالغني برادر نن شنبه د لړم ۱۳مه د ایران په بلنه د یوه پلاوي په مشري دغه هېواد ته تللی دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې عبدالغني برادر به دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، رېل پټلۍ او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې د لیدنه کې به چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي او پراختیا ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي پراختیا هم بحث او خبرې وشي.

سربېره پر دې ایران ته د د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر موخه افغانستان کې د کرنې، کانون، ټرانسپورټ او صنعت برخه کې د پانګونې لپاره د ایراني پانګوال هڅول ښودل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت پر اېکس پاڼه په خپرو شویو تصویرونو کې د عبدالغني برادر ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او نور چارواکي لیدل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام