Asset 1SWN

د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه: د ا.ا له واکمنېدو وروسته ۲۷ تازه جوړو شویو رسنیو فعالیت پیل کړی

که څه هم په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته سلګونو رسنیو د بېلابېلو لاملونو له کبله  خپل فعالیتونه په ټپه ودرول او وتړل شوې، خو د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته ۲۷ رسنیو خپل فعالیت پیل کړی دی.

د دې ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وايي، د ۲۷ تازه جوړو شویو رسنیو تر څنګ، ۲۸ هغو رسنیو هم خپل فعالیتونه له سره پیل کړي چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته تړل شوې وې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د یوشمېر تازه جوړو شویو رسنیو مسوولان که څه هم د رسنیو د فعالیت په اړه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې اسلامي امارت باید ورسره مالي مرستې وکړي. سهار سیرت او احمدشاه‌ خادم چې تازه یې په پروان، کابل او کاپیسا ولایتونو کې درې بېلابېلې راډیوګانې جوړې کړي وايي، د فعالیتونو دوام یې د اسلامي امارت په مالي ملاتړ پورې تړلی دی. دوی زیاتوي:

«د پروان غږ راډیو له یوه کال راهیسې فعالیت پیل کړی. ۱۲ کسان په‌کې کار کوي او ټول یې تنخواوې اخلي. زموږ او زموږ د رسنۍ موخه د رسنیزې ټولنې پرمختګ دی او هغوی چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، د راډیو له لارې ورته ښوونیز پروګرامونه جوړ شي.»

«د دې رسنۍ منځپانګه په ټوله کې ښوونیزه، خبري او کلتوري ده. پر ټولنیزو مسایلو ډېر تمرکز کوو. د البیروني پوهنتون محصلان راسره همکاري کوي او د فعالیت او تجربې لپاره یې یو ښه ادرس دی. له پنځو تر شپږو کسان رانه امتیازونه اخلي، تر ټولو لویه ستونزه، اقتصادي ستونزې دي.»

په همدې حال کې یوشمېر رسنیز فعالان وايي، په ټولنه کې د رسنیو د فعالیت ډېروالی د ټولنې په اقتصادي، سیاسي او کلتوري پرمختګونو کې مهم رول لوبوي. رسنیز فعال صدیق‌الله توحیدي په دې اړه وايي: «په انساني ټولنو کې اطلاع‌رسونه یو انساني حق دی او د بشري پرمختګ او ادارو په ریفورم کې د رسنیو شتون مهم دی، څو خلک ښوونې او روزنې ته وهڅوي او څومره چې رسنۍ ډېرې وي، هماغومره ډېر غږونه اوچتېږي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بله‌خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وايي، د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د افغانانو د کلتور او دودونو پر بنسټ د رسنیو هراړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي .نوموړی زیاتوي: «د رسنیو په برخه کې راډیوګانې هم دي، چاپي رسنۍ هم دي، یوټیوبونه هم دي. اسلامي امارت اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او د خلکو دودونو ته په پام د رسنیو فعالیت ته اجازه ورکوي.»

مهاجر فراهي وايي، اوس په ټول هېواد کې ۳۶۰ غږیزې، تصویري، چاپي او پرلیکه یا انلاین رسنۍ فعالیت لري او زرګونو کسانو ته په‌کې د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام