د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د سرپل د «سلطان ابراهیم» بند د سروې چارې پیل شي.
د ملي پراختیا شرکت عملیاتي مرستیال ریاضالدین شریفي وايي چې د یاد بند د جوړېدو ټول لګښت به د سرپل قشقري نفتو عوایدو څخه ورکړل شي.
د نوموړي په وینا، د سلطان ابرهیم بند د سروې چارې به تر راتلونکې یوط میاشت د دغه شرکت د یوه تخنیکي ټیم لهخوا پیل شي.
په ورته مهال د ملي پراختیا شرکت رییس عبدالرحمن عطاش او د یاد ولایت والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکا له هغه سیمې هم لیدنه کړې چې ټاکل شوې یاد بند پهکې ورغول شي.
له یاد بند د لیندنې پر مهال د سرپل والي وویل چې د دغه بند په جوړېدو سره به د شاوخوا سیمو د اوسېدونکو د اوبو کمښت ستونزې حل شي.
د هغه په وینا، په ژمي او اوړي کې «اق سیند» ډېرې اوبه لري او اړتیا ده چې دغه اوبه مدیریت شي. نوموړي دا هم وویل چې د دې بند پر جوړېدو به د سرپل، جوزجان ډېرې کرنیزې ځمکې د اوبو کمښت څخه خلاصې شي.
د سرپل اوسېدونکي هم د سلطان ابراهیم بند د سروې چارو پیلېدو څخه خوښي څرګندوي او په وینا یې، وروستیو وچکالیو دوی اغېزمن کړي دي.