طالبانو د کونړ په غازياباد کې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي
له تېرې یوې نیمې اوونۍ راهیسې وسلهوالو طالبانو د کونړ په یوې لېرې غرنۍ ولسوالي، غازي اباد کې خوځښتونه زیات کړي چې د وضعیت د ترینګلتیا له امله تر اوسه سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. د دغې ولسوالي اوسېدونکي وايي، طالبانو غازي اباد ته ورغلې لارې په ډبرو سره تړلي او په ولسي خلکو یې د څښاک اوبه هم بندې کړي دي.