کندوز کې د جګړې دوام، په یوه اوونۍ کې ۲۱ملکیان وژل شوي او ۲۲۵ ټپیان دي

د کندوز د روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د جګړو له امله په دغه ولایت کې ۲۵۰ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  د کندوز د روغتیا رییس احسان‌الله فضلي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولایت حوزوي روغتون ته ۲۱مړي او ۲۲۵تپیان ور وړل شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په پنځو ولایتونو کې سختې جګړې شوي

د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر دوام یوازې بېګاه شپه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په لوګر، فاریاب، اروزګان، بغلان او کونړ ولایتونو کې سختې جګړې شوې دي. له نیږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو کڼ‌شمېر ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

شنونکي: امریکا ته تللی افغان پلاوی د افغانستان د ملي دریځ د دفاع وړتیا نه لري

ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري پرون ماښام امریکا ته پر سفر روان شو او نن ورسېد. له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یوشمېر نور چارواکي او د سولې مرکچي پلاوي غړي ملتیا کوي.

طالبانو د کونړ په غازي‌اباد کې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

له تېرې یوې نیمې اوونۍ راهیسې وسله‌والو طالبانو د کونړ په یوې لېرې غرنۍ ولسوالي، غازي اباد کې خوځښتونه زیات کړي چې د وضعیت د ترینګلتیا له امله تر اوسه سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي. د دغې ولسوالي اوسېدونکي وايي، طالبانو غازي اباد ته ورغلې لارې په ډبرو سره تړلي او په ولسي خلکو یې د څښاک اوبه هم بندې کړي دي.