بامیان کې د یوې نجلۍ دوه مئینان؛ لومړي د دویم هغه ستونی پرې کړی

د بامیان محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت د یکاولنګ ولسوالي په مرکز کې یو ۱۷ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.
د یکاولنګ ولسوال عظیم فرید وایي، د پېښې په تړاو یې ۴ کسان نیولي دي. د نوموړي په خبره، د بامیان د جنایي جرمونو پر وړاندې پولیسو د یادې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړې دي. هغه زیاتوي، وژل شوی کس د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالي اوسېدونکی دی.

په ملي راډیو ټلوېزیون کې د مسوولانو دوه‌ګوني چلن نیوکې راپارولي

ملي راډیو ټلوېزیون یوازینۍ دولتي رسنۍ ده چې په کراتو قومي او ژبني تبعیض ته پر لمن وهلو تورنه شوې ده. که څه هم دغه اداره ملي نوم لري، خو یوشمېر ښاریان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي یې مسوولان پر دوه‌ګوني چلن تورنوي.

احمدضیا سراج: ترهګري لا هم یو جدي ګواښ دی

د قطر العدید هوايي ډګر ته څېرمه د یوشمېر امریکايي بي۵۲ جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو خبرونو د خپرېدو په درشل کې دلته په افغانستان کې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي، خو د حکومت لوړپوړو امنیتي چارواکو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال که څه هم ترهګري لا هم یو جدي ګواښ یاد کړ، خو په وینا یې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د دفاع وړتیا لري.

د سلام‌وطندار موندنې؛ له بېګاه راهیسې په ۹ ولایتونو کې ۲۵ کسان وژل شوي

په هېواد کې د ناامنیو په دوام بېګاه شپه او نن ورځ پلازمېنه کابل او د هېواد یوشمېر ولایتونه د ناامنیو شاهدان وو. د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې له بېګاه راهیسې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ماین چاودنو او هدفي بریدونو له کبله ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د پلازمینې په دوو جلا جلا پېښو کې ناپېژنده وسله‌والو یو ملکي کس او څلور پوځيان وژلي دي.

کورونا؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۱۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۱۱ ولایتونو کې شوې دي. په همدې موده کې ۲۹ ناروغان بېرته ښه شوي دي.
دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۱۳۷ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

د برښنا د لګښت پیسو ډېروالي په اړه د کابل ښاریانو شکایت

برښنا شرکت د وري میاشتې په ۲۰مه وویل چې تر دې وروسته به په کابل کې د برښنا د لګښت بلونه هره میاشت پر خلکو وېشل کېږي.
که څه هم د کابل اوسېدونکو تمه لرله چې په میاشتني ډول د برښنا بلونو وېش به یې د ‎لګښت پیسې کمې کړي، خو اوس د برښنا شرکت د دې پرېکړې په اړه شکایت لري.