ملي راډیو ټلوېزیون یوازینۍ دولتي رسنۍ ده چې په کراتو قومي او ژبني تبعیض ته پر لمن وهلو تورنه شوې ده. که څه هم دغه اداره ملي نوم لري، خو یوشمېر ښاریان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي یې مسوولان پر دوه‌ګوني چلن تورنوي.

ښاریان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په پښتو او انګلیسي ژبو د لوبو او نورو رسمي پیغامونو خپرولو برخه کې دا اداره پر دوه‌ګوني چلن تورنوي.

په یوه تازه پېښه کې د دغې ادارې یوه کارکوونکي پر ټویټر هڅه کړې چې خپل قومي هویت غوره وښیي چې دغه کار یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملي ټلوېزیون یوه کارکوونکي خالد امیري پر ټویټر د دې رسنۍ یوه بل کاروونکي ته په ځواب کې له پښتون قوم پرته حکومتونو ته په اشارې ویلي چې د لږکیو اداره او حکومت نه شي کولای دوام پیدا کړي. امیري همداراز خپل مخاطب ته خبرداری ورکړی چې ارام ژوند دې وکړي، کنه هېواد دې پرېږدي.

په همدې حال کې د ملي ټلوېزیون یوشمېر کارکوونکو د نوم نه ښودلو په شرط له سلام‌وطندار سره په خبرو کې په دې اداره کې قومپالنه او تعصب مني او وایي، د دغې ادارې مشرتابه له پښتنو سره دی او د یاد بنسټ په کارکوونکو کې د نورو قومونو شتون کمرنګه او په یوشمېر برخو کې حضور نه لري.

دغه کارکوونکي وایي، په اداره کې یې له پښتنو پرته د نورو قومونو د کارکوونکو امتیازات کم دي او د خپرونو د کیفیت لوړولو لپاره دوی ته لازم امکانات په واک کې نه ورکول کېږي. دوی زیاتوي، د دې لپاره چې دوی په دې اداره کې لږکي دي، حق یې نه ورکول کېږي او په یو لړ سفرونو کې چې دوی به ولایتونو ته لرل، توپیري چلن ورسره شوی دی.

ومو غوښتل چې په دې اړه د ملي راډیو ټلوېزیون د مشرتابه نظر هم له ځان سره ولرو، خو له اړیکو سره سره بریالي نه شوو.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یوشمېر رسنیو د ملي راډیو ټلوېزیون پر مشرتابه او د یاد ټلوېزیون پر مهمو ادارو د یوه ځانګړي قوم د ولکې راپورونه خپاره کړي او د یاد ټلوېزیون پر تشکیل یې نیوکې کړې وې.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام