Asset 1SWN

د هرات د کرنې ریاست: د للمي کښتونو حاصلاتو کې ۸۰سلنه کموالی راغلی

photo_2021-05-06_17-29-46

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وچکالۍ د للمي کښتونو پر حاصلاتو اغېز کړی دی.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست محمدنسیم سحر سلام‌وطندار ته ویلي چې روان کال د وچکالي له کبله د دغه ولایت د للمي حاصلاتو کې ۸۰سلنه کموالی راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سحر په وینا، د للمي کښتونو ترڅنګ وچکالي پر غله‌جاتو هم اغېز کړی او د حاصلاتو کموالي ترڅنګ یې کیفیت هم خراب دی.

په ورته مهال د هرات د کرنې ریاست سرپرست زیاته کړه چې دغه ولایت کې د اوبو کچې ټيټوالي له کبله د شالي کښت هم بند شوی دی.

بل‌خوا د هرات کروندګر له مسوولانو غواړي چې د سلما بند اوبه خوشې کړي، څو د زیانونو مخه ونیول شي. د هرات د فارسي ولسوالي یوه کروندګر نورمحمد محمدي سلام‌وطندار ته وویل چې تېر کال یې پر للمو ځمکو ۵۰زره افغانۍ لګوي چې په وینا یې، سږکال د ورښتونو نشتون له امله له‌منځه تللي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هرات په کشک‌کهنه، ګلران، کشک رباط سنګي، فارسي او یو‌شمېر نورو ولسوالیو کې للمي غنم کرل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام