د خوړو او درملو ملي اداره: هر کال افغانان د درملو پېر لپاره یو میلیارډ ډالر مصرفوي

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې افغانان د خپلو ناروغیو د درملنې او درملو پېر لپاره هر کال یو میلیارډ ډالر مصرفوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه کابل کې د کورنیو درملو د تولیداتو نندارتون د پرانېستلو پر مهال کړي دي.