Asset 1SWN

دوو ورځو کې د ۴۰ میلیونه ډالرو دویمه کڅوړه کابل ته راورسېده

download

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن چهارشنبه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک نن چهارشنبه د کب ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې ده. دا په روانه اوونۍ کې دویم ځل دی چې د ۴۰ میلیونو ډالرو کڅوړه کابل رالېږدول کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو د ستاینې ترڅنګ، هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو را لېږدولو هرکلی هم کړی دی. دغه بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې وکړي.

د راپورونو له مخې، تراوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۸ کڅوړې او د ۳۲ میلیونه ډالرو ۳۰ کڅوړې افغانستان ته رسېدلې دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، د اسلامي امارت له راتګ وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ټولیزه کچه دوه ملیارډ او ۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دغه بانک همداراز ویلي: «د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټنګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.»

په ورته مهال د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې افغانستان سره د بانکي راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته‌کېدو غوښتنه هم کړې ده. د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د مرستو د مننې ترڅنګ هیله‌مندي ښودلې چې دغه مرستې دې د بانکي سکټور له لارې وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما له دې وړاندې ویلي و چې دغه پیسې په خصوصي بانک کې د یاد سازمان اړوند حسابونو کې د ملګروملتونو د بنسټونو له لوري د استفادې لپاره ساتل کېږي او اسلامي امارت ورته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام