د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو د فعالیت ځنډول د ټولیزو رسنیو قانون خلاف دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډولو پرېکړه د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې بللې ده.
دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه اقدام په هېواد کې د ازادو رسنیو د محدودولو په مانا بللی او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

پېښو ته د رسېدو وزارت سېلاب‌ځپلیو لپاره له نړیوالو بنسټو د مرستو غوښتنه کړې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو کابل کې د یوشمېر بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو له استازیو سره په لیدنه کې له یادو بنسټونو غوښتي چې هېواد کې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان‌-‌پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه: د کراچۍ‌-‌پېښور ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ دې بېرته پرانېستل شي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستانه غوښتي چې د کراچۍ‌–‌پېښور د اوسپنې پټلۍ د افغان او پاکستاني سوداګرو د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره بېرته پرانېزي.
په اسلام‌اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ضیاالحق سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس له کراچۍ څخه پېښور ته د سوداګریزو توکو د لېږدرالېږد لګښت د تېلو د لوړې بیې له امله څو برابره زیات شوی او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې زیان رسولی دی.

راشدخان اسټرالیا ته: که له افغانانو د کرېکټ خوښي واخلئ، دوی به لا وځوروئ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان وايي چې اسټرالیا باید په دې پوه شي چې کرېکټ، افغانستان کې د خلکو د خوښۍ یوازینۍ سرچینه ده. د اسټرالیا کرېکټ بورډ د روان کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د روان کال اګسټ میاشت کې کېدونکې د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ځنډوی.

غزني کې یوه «ښځه» د خاوند له ۱۲کلن بند ازاده شوه

د غزني امنیې قومنداني مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې هغه مېرمن د خاوند له بند ازاده کړې چې ۱۲کاله یې یوې کوټه کې بندي ساتله.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه مېرمن د اندړ ولسوالي د «نظروال» کلي په یوه کور کې د خاوند له لوري بندي شوې وه. سرحدي همداراز وویل چې د یادې مېرمنې خاوند، له دویم واده وروسته، دغه مېرمن بندي کړې وه.

د هند غوره لیګ کې نن ګُجرات له ډیلي سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ګجرات ټایټنز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، اپرېل ۱۷مه، د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پکتيا کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ: بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو

پکتیا کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د وروستیو اورښتونو له امله زیانمنې شوي، وايي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د وزې ځدراڼ ولسوالي د منډک‌خېلو کلي اوسېدونکی شيخ‌ محمد سلام‌وطندار ته وايي، د اورښتونو له امله د «تره د زوی پر کور» یې غر ښویېدلی چې له امله یې، د «تره زوی په ګډون د هغه څلور اولادونو» هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.