د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان وايي چې اسټرالیا باید په دې پوه شي چې کرېکټ، افغانستان کې د خلکو د خوښۍ یوازینۍ سرچینه ده.

نوموړي له «اي‌اېس‌پي‌اېن‌ کرېک‌انفو» سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ له‌خوا له افغانستان سره د شل اووره سیالیو د لوبلړۍ ځنډېدو خواشینی کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راشدخان دې مرکه کې ویلي: «کرېکټ په افغانستان کې یوازینۍ سرچینه ده چې خلکو ته خوښي ورکوي. که تاسو «اسټرالیا» دا خوښي له خلکو څخه اخلئ، په دې معنی چې تاسو افغانستان کې لا نور خلک هم ځوروئ. د یوه ځوان لوبغاړي په توګه چې ډېر لېواله یاست، د اسټرالیا پر وړاندې ولوبېږئ او بیا دا پېښ شي، زه فکر کوم د یوه لوبډلمشر په توګه ډېره دردونکې ده.»

د اسټرالیا کرېکټ بورډ د روان کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د روان کال اګسټ میاشت کې کېدونکې د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ځنډوي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې له حکومت سره تر مشورو وروسته یې، افغانستان کې د «ښځو او نجونو حقونو» وضعیت خرابوالي له امله یې دغه پرېکړه کړې.

راشدخان دې مرکه کې همداراز وویل: «ته نه غواړې چې زما له لوبغاړو «همکارانو» سره لوبې وکړې او ته غواړې چې له ما سره لوبې وکړې. نو توپیر څه کې دی؟ دا په دې مانا ده چې زه خپل همکاران هم ټیټوم او خپل هېواد هم ټیټ کړم.»

راشدخان به د روان ۲۰۲۴کال جون کې د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې لوبډلمشري هم وکړي. هغه همداراز زیاته کړې چې د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې لوبه کول به، د افغانستان کرېکټ پرمختګ مرسته وکړي.

راشدخان له کرېک‌اینفو سره په دې مرکه کې ویلي: «تاسو غواړئ د غوره ټیمونو پر وړاندې لوبه وکړئ او دا هغه ځای دی چې ستاسو کرېکټ ورځ تر بلې وده کوي. تاسو یوازې په نړیوال جام کې د دوی [اسټرالیا] پر وړاندې د لوبې کولو فرصت ترلاسه کوئ، خو په دوه اړخیزو سیالیو کې نه.»

دا درېیم ځل دی چې اسټرالیا له افغانستان سره دوه اړخیزې سیالي ځنډوي. په ۲۰۲۱کال اسټرالیا له افغانستان د ټسټ او د ۲۰۲۳کال پرمهال له کرېکټ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو له لوبو کولو ځان ګوښه کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

راشدخان له دې وړاندې د استرالیا کرېکټ بورډ له لوري له افغانستان سره د سیالیو د لغوه کولو له امله خبرداری ورکړی و چې د دغه هېواد په سوداګریز لیګ کې به له لوبو کولو لاس واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام