Asset 1SWN

اسټرالیا له افغانستان سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وځنډوله

glenn-maxwell-batting-600-1699372373

د اسټرالیا کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، مارچ ۱۹مه اعلان کړی چې افغانستان کې د «ښځو او نجونو بشري حقونو وضعیت خرابوالي» له امله یې د دغه هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ځنډولې وه.

د یاد هېواد کرېکټ بورډ ویلي چې له حکومت سره تر مشورې وروسته یې دغه پرېکړه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره د روان کال اګسټ میاشت کې د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ وکړي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په یوه بیان کې زیاته کړې چې ۲۰۲۳ کال کې د یو ورځنیو لوبلړۍ له ځنډولو راهیسې د دوی ارزونې ښيي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

په بیان کې راغلي: «د اسټرالیا کرېکټ بورډ، تېرو ۱۲ میاشتو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د استرالیا له حکومت سره مشورې ته دوام ورکړی دی. د حکومت مشوره دا ده چې افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط مخ پر خرابېدو دي، له همدې امله موږ خپل پخوانی دریځ ساتلی او د افغانستان پر وړاندې به دوه اړخیز سیریز وځنډوو.»

اسټرالیا له دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې یوازینۍ ټسټ او د ۲۰۲۳ کال مارچ کې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ځنډولې وه. یادې سیالي هم د بشري حقونو اړوند مسلې له امله ځنډول شوې وې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ تراوسه د اسټرالیا کرېکټ بورډ دې پرېکړې ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام