Asset 1SWN

لوګر کې د «زرغون او پرمختللي هېواد» په نوم د نیالګیو کېنولو حشر شوی

نیالګي-لوګر

د لوګر مرکز پل‌علم ښار اړوند په «شهیدانو تپه» کې د دغه ولایت ولایتي چارواکو او ولسي وګړو له لوري د نیالګيو کېنولو عمومي حشر شوی.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس سیدامین هاشمي جوړو شویو مراسمو ته وویل، د ولایت مقام، کرنې او مالدارۍ ریاست، پل‌علم ښاروالي او ولسي وګړو له لوري په «شهیدانو تپه» کې د «زرغون او پرمختللي هېواد» په نوم د نیالګیو کېنولو عمومي حشر شوی چې پرمهال یې، شاوخوا ۳۰۰۰ مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هاشمي زیاته کړه، د یاد حشر څخه یې موخه د شهیدانو تپه زرغونول او د سېلابونو مخنیوی دي.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي محمدانور دین پرور د دغه ولایت له اوسېدونکو مننه وکړه چې له ولایتي ادارې سره یې په ګډه د نیالګیو کېنولو په عمومي حشر کې ونډه واخیسته.

نوموړي زیاته کړه چې ولس ته په‌کار ده، څو په خپلو سیمو کې مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنوي او د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره بشپړه همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، له تېر کال راهیسې ولایتي ادارې د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند په «شهیدانو تپه» کې شاوخوا ۱۲زره مېوه‌لرونکي او غیرې مېوه‌لرونکي نیالګي کېنولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام