د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ګجرات ټایټنز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، اپرېل ۱۷مه، د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي راشدخان، نوراحمد او عظمتالله عمرزی په ګجرات ټایټنز لوبډله کې لوبېږي.
ګجرات لوبډلې تر دې مهاله، په روان لیګ کې شپږ لوبې کړي چې درې یې ګټلی او درې یې بایللې دي.
یاده لوبډله داسې مهال له ډیلي کپېټلز سره د دغه لیګ ۳۲مه لوبه کوي چې دا مهال د سیالیو د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.
بلخوا ډیلي کپېټلز بیا د ایپياېل لیګ روان ۱۷مه پړاو کې تر دې مهاله شپږ لوبې کړي چې یوازې دوه یې ګټلې دي. دا لوبډله له دوو بریاوو او څلور ماتو سره د جدول په نهم ځای کې ده.
له ۲۰۲۲کال راهیسې تر دې مهاله د دواړو لوبډلو ترمنځ په مخ شویو وروستیو درېوو لوبو کې ګجرات دوه او ډیلي بیا یوه لوبه ګټلې.
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه راجستان رویالز لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبه کې کلکته نایټ رایډرز ته ماته ورکړه.