Asset 1SWN

غزني کې یوه «ښځه» د خاوند له ۱۲کلن بند ازاده شوه

غزني-بندخونه ښځه

د غزني امنیې قومنداني مسوولان وايي، دغه ولایت کې یې هغه مېرمن د خاوند له بند ازاده کړې چې ۱۲کاله یې یوې کوټه کې بندي ساتله.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه مېرمن د اندړ ولسوالي د «نظروال» کلي په یوه کور کې د خاوند له لوري بندي شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاده مېرمن تېره ورځ د امر‌بالمعروف محتسبینو له‌خوا ازاده شوې او روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده.

سرحدي همداراز وویل چې د یادې مېرمنې خاوند، له دویم واده وروسته، دغه مېرمن بندي کړې وه.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند ټينګار وکړ چې د یادې مېرمنې خاوند د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې په یاد ولایت او د پلازمېنې په ګډون په نورو ولایتونو کې هم مېرمنې د خپل خاوند، وروڼو او زامنو له‌خوا کلونه کلونه په کورني بند کې اچول شوې وې چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا ازادې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام