Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې یوه ۶۰کلنه ښځه د خاوند له لس کلن زندانه ازاده شوه

خوست

د خوست امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې یوه ۶۰کلنه مېرمن چې د خپل خاوند له‌خوا له تېرو لسو کلونو راهیسې په یوې تیاره کوټه کې ساتل کېده، ازاده کړې ده.

د یاد ولايت د امنیې قومنداني وياند طاهر احرار سلام‌وطندار ته وايي چې دغه مېرمن یې پرون پنج‌شنبه د تلې شپږمه د خاوند له بنده ازاده کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د ګربز ولسوالي امنیتي ځواکونو په «بوري‌‌خېلو» سیمه کې د یوه کشفي راپور پر بنسټ، هغه کس له خپل زوی سره یوځای نیولی چې خپله مېرمن یې له لسو کلونو راهیسې په «بې‌رحمانه توګه» یوې تیارې خونه کې ساتله.

د احرار په وينا، دغه مېرمن ۶۰ کاله عمر لري او د لس کلن بند له امله يې رواني توازن له لاسه ورکړی. یاد مېرمن د درملنې لپاره د خوست ملکي روغتون ته لېږدول شوې ده.

د خوست د امنیې قومنداني وياند طاهر احرار وویل چې نیول شوي کسان به د وروستیو اجراتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه وخت وړاندې کابل کې هم یوه مېرمن چې د خپلو ورونو له لوري ۲۵ کاله په یوې تیارې کوټه کې ساتل کېده، له بنده ازاده شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام