Asset 1SWN

پکتيا کې سېلاب‌ځپلې کورنۍ: بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو

۰۰۰۰۰۰۰۰

پکتیا کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د وروستیو اورښتونو له امله زیانمنې شوي، وايي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د وزې ځدراڼ ولسوالي د منډک‌خېلو کلي اوسېدونکی شيخ‌ محمد سلام‌وطندار ته وايي، د اورښتونو له امله د «تره د زوی پر کور» یې غر ښویېدلی چې له امله یې، د «تره زوی په ګډون د هغه څلور اولادونو» هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د يادې کورنی يوازې دری غړي پاتي چې د سرپناه جوړېدو ترڅنګ نورو اړينو مرستو ته هم اړتیا لري.

هغه وويل: «دا زما د تره زوی و. بېګاه يې پر کور د غره يوه برخه را ښوویېدلې، تره زوی مې او د هغه څلور اولادونه په‌کې مړه شوي. اوس يې دوه ماشومان او مېرمن کونډه شول، نو کور يې هم له‌منځه تللی د سرپناه جوړېدو او نورو مرستو ته جدي اړتيا لري.»

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی زرخان بیا وايي، سیمه کې يې نور کورونه هم د اورښتونو او سېلاب‌راوتو له امله زيانمن شوي او له دولتي ادارو او موسسو غواړي چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

په ورته مهال د پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست رييس نثاراحمد نجات هم سلام‌وطندار ته دغه پېښه تایید کړه او وويل چې له يادې زيانمنې کورنۍ سره يې مالي مرسته کړې.

نجات ډاډ څرګند کړ چې د موسسو په مرسته يې، پکتيا کې سروې پيل کړې چې په بشپړېدو سره به يې اړينې مرستې زيانمنو کورنيو ته ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتيا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست د مسوولانو په وينا، تراوسه د اورښتونو له امله تر ۶۰ کورونه په نيمه او بشپړه توګه له‌منځه تللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام