Asset 1SWN

لوګر کې د سېلابونو له امله ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له‌منځه تللي

لوګر-سېلابونه

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د تېرو درېوو ورځو پرله‌پسې اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه سېلابونو له‌منځه وړي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو سېلابونو له امله په مرکز پل‌علم، ازرې او محمداغې ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه د سېلابونو راوتلو له کبله له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شاهد زیاته کړه چې په مرکز پل‌علم او ازرې ولسوالیو کې لسګونه هستوګنیز کورونه، پلونه او پلچکونه هم سېلابونو نړولي دي.

د ده په وینا، «د وروستیو راوتلو سېلابونو له امله په مرکز پل‌علم، ازرې او محمداغې ولسوالیو کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي چې یوازې په ازرې ولسوالۍ کې له سل جریبه زیات کرنیز فصلونه، لسګونه هستوګنیز کورونه او لسګونه څاروي وژل شوي دي.»

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد  وویل چې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم د وروستیو اورښتونو له امله کرنه او مالدارۍ زیانمنه شوې، خو تراوسه د اوښتو زیانونو په اړه کره سروې نه‌ده شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې د روانې اوونۍ پیل کې د لوګر  خروار ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله د یوه کور چت لوېدو پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او یو ماشوم ټپي شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام