هېواد کې یو بنسټ د وټسپ په مرسته «ناروغانو ته وړیا وینه» برابروي

د ژوند ژغورنې ملي غورځنګ مسوولان وايي، د وینې ورکوونکو او وینې ته د اړتیا لرونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره د وینې ورکولو کمپاین یې د ۱۵ رضاکاره ځوانانو په نوښت پیل کړی دی. ده زیاته کړه چې هر ولایت کې د هغو ناروغانو لپاره چې وینې ته اړتیا لري، د ورځې ۵زره سي‌سي‌ وینې برابرولی شي.

عبدالغني برادر له کجکي بند لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هلمند ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه کړې او د یاد بند د پروژې مسوولانو ته یې سپارښتنې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن سه‌شنبه، وري ۲۸مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې برادر د کجکي بند پروژه مهمه وبلله او مسوولانو څخه یې مننه وکړه چې دغه پروژه کې یې نوښتونه کړي دي.

لوګر کې د سېلابونو له امله ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له‌منځه تللي

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د تېرو درېوو ورځو پرله‌پسې اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه سېلابونو له‌منځه وړي دي. شاهد زیاته کړه چې په مرکز پل‌علم او ازرې ولسوالیو کې لسګونه هستوګنیز کورونه، پلونه او پلچکونه هم سېلابونو نړولي دي.

د نیپال ډېپنډرا سېنګ د قطر پروړاندې یوه اوور کې ۶ شپږیزې ووهلې

د نیپال کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ډېپنډرا سېنګ اېري د «اې‌سي‌سي‌» پرېمیر کپ سیالیو په لړ کې د قطر پر وړاندې په یوه اوور کې شپږ شپږیزې ووهلې.

اېري په نړیوالو شل اووره سیالیو کې درېیم لوبغاړی شو چې په یوه اوور کې په پرله‌پسې توګه شپږ شپږیزې وهي. نوموړي دې لوبه کې په ۲۱ بالونو ناسوځېدلې ۶۴ منډې جوړې کړې.

کلکته په ای‌‌پي‌اېل کې نن له راجستان سره لوبېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په ۳۱مه لوبه کې کلکته نایټ‌رایډرز له راجستان رویالز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ «سه‌شنبه، اپرېل ۱۶مه» د هند د کلکتې په «اېډن ګارډن کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي. دواړه لوبډلې د یادو سیالیو د جدول په لومړي او دویم ځای کې شتون لري.

د ګردېز- خوست لویه لاره د غرښوویېدنې له امله د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې

پکتیا کې چارواکي وايي چې د ګردېز-خوست لویه لاره د غرښوویېدنې له امله د لویو موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د پکتيا د ټولګټو چارو رياست د ودانیزو چارو امر محمدرسول کريمي وايي، بېګاه «۱۰ بجې» د ګردېز- خوست ترمنځ لویه لاره د «سټوکنډو» کې د غرښوویېدنې له امله تړل شوې.

پکتيا کې د غر ښوویېدنې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د غر ښوویېدنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست رييس نثاراحمد نجات وايي، د پکتيا د وزې ځدراڼ ولسوالي اړوند سیمه کې پر يوه کور غر ښوویېدلی چې له امله يې د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.