Asset 1SWN

د ګردېز- خوست لویه لاره د غرښوویېدنې له امله د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې

غر ښوویېدنه

پکتیا کې چارواکي وايي چې د ګردېز-خوست لویه لاره د غرښوویېدنې له امله د لویو موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د پکتيا د ټولګټو چارو رياست د ودانیزو چارو امر محمدرسول کريمي وايي، بېګاه «۱۰ بجې» د ګردېز- خوست ترمنځ لویه لاره د «سټوکنډو» کې د غرښوویېدنې له امله تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاده لویه لاره د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې وه، خو  نن سهار د کوچنيو موټرو پر مخ پرانيستل شوې او د لويو موټرو پر مخ لاهم تړلې ده.

محمدرسول کريمي همداراز وویل چې د ټولګټو چارو رياست اړوند مشينري ټيم د لارې پر پاکولو اخته دي او د ورځې په جريان کې به لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ پرانيستل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تېره ورځ د ګردېز – ډنډپټان ولسوالي ترمنځ لویه لاره هم د «ميرزکي ولسوالي» د سورکي تانګ په سيمه کې د غرښوویېدنې له امله د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام