Asset 1SWN

کلکته په ای‌‌پي‌اېل کې نن له راجستان سره لوبېږي

8eec38aa-6f93-4a15-84c1-bf5b8a691fb4

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په ۳۱مه لوبه کې کلکته نایټ‌رایډرز له راجستان رویالز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ «سه‌شنبه، اپرېل ۱۶مه» د هند د کلکتې په «اېډن ګارډن کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دواړه لوبډلې د یادو سیالیو د جدول په لومړي او دویم ځای کې شتون لري. راجستان رویالز لوبډله چې د جدول په سر کې ځای لري، له کړیو شپږو سیالیو، پنځه ګټلي او یوه لوبه یې بایللې ده.

یاده لوبډله دا مهال لس امتیازونه لري. بل‌خوا کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله له راجستان ښکته د جدول دویم ځای خپل کړی دی. کلکتې بیا له کړیو پنځو سیالیو څلور ګټلي، یوه یې بایللې او اته امتیازونه لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره لوبه کې کلکتې درې ځلې، راجستان رویالز ته ماته ورکړې. راجستان هم دوه ځلې کلکته ماته کړې.

دواړه لوبډلې په خپلو کړیو سیالیو کې پیاوړې راښکاره شوي او د ښې توپ‌اچوونې ترڅنګ، د توپ‌وهنې برخه کې هم پیاوړي لوبغاړي لري.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن‌الله ګربز او الله‌محمد غضنفر هم له کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې سره لوبېږي چې تراوسه روان لیګ کې ورته د لوبېدو چانس نه‌دی ورکړل شوی.

الله‌محمد غضنفر د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بل لوبغاړي مجیب‌الرحمن پر ځای دې لوبډلې سره یوځای شوی دی. مجیب‌ د ټپونو له امله له روان لیګ بهر شوی.

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې چې د ډېرو منډو د ریکارډ لوبه هم وه، سنرایزرز حیدراباد لوبډلې رویال چلنجرز بنګلور ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

حیدراباد لوبډلې دې لوبه کې د ۲۸۸ منډو هدف ټاکلی و چې بنګلور لوبډلې بیا یوازې ۲۶۲ منډې وکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام