Asset 1SWN

عبدالغني برادر له کجکي بند لیدنه کړې

GLRR42lWoAAJ74l

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هلمند ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه کړې او د یاد بند د پروژې مسوولانو ته یې سپارښتنې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن سه‌شنبه، وري ۲۸مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې برادر د کجکي بند پروژه مهمه وبلله او مسوولانو څخه یې مننه وکړه چې دغه پروژه کې یې نوښتونه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي: «د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسوولینو د هڅو قدردانی وکړ. محترم ملا صاحب وویل چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید کچه هم راټیټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز ویلي چې سږکال هېواد کې د شویو اورښتونو له امله د کجکي بند په څېر نورو بندونو کې هم د اوبو کچه لوړه شوې او په وینا یې، روان کال به کرنه وده وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی چې د هلمند په کجکي ولسوالي کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام