سلاموطندار په کابل کې د ځوانانو ترمنځ د کډوالۍ کچې او پایلو اروزنې په تړاو سروې کړې چې په یاده سروې کې له ۳۲۱ کورنیو سره مرکې شوې دي.
د سروې پایلې ښيي چې د ۳۱۲ کورنیو له ډلې یې، د ۲۳۸ کورنیو غړیو کډوالي کړې او ۷۷سلنه کورنیو چې د کورنۍ غړي یې کډوالې کړې، ویلي، د کورنۍ ډېری غړي یې د وروستیو درېوو کلونو او افغانستان کې له سیاسي تحولاتونو وروسته کډوال شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سروې له مخې د ۲۳۸ کورنۍ چې د کورنۍ غړي یې کډوال شوي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کورنۍ کوم غړي یې کډوالې کړې، ۶۱سلنو ویلي، ځوان ورور یې کډوال شوی، ۱۵سلنه بیا ځواب ورکړی چې خور یې کډواله شوې ده.
پنځه سلنه ویلي چې خاوند یې کډوال شوی او اته سلنه هم ځواب ورکړی چې اولاد یې کډوالي ته مخه کړې. اووه سلنو ویلي، لور او زوی یې کډوال شوي او څلور سلنو هم په ډاګه کړې چې پلار یې کډوال شوی دی.
له دوی څخه ۷۷ چې ۳۱،۸ سلنه کېږي، اقتصادي، امنیتي او راتلونکي ته ناهیليد خپلو کورنیو د غړیو د کډوالۍ لاملونه بولي. ۳۰.۶٪ یې یوازې اقتصادي ستونزې ځواب کړي. په همدې ډول ۲۶ سلنه یې راتلونکي ته د ناهیلي برخه غوره کړې او ۱۱.۶ سلنه یې امنیتي ستونزو او ګواښونو ته ځواب ویلی دی.
په دې سروې کې چې کابل کې شوې، له ۳۱۲ کورنیو څخه د احصایې نمونې پوښتل شوي چې که دوی ته د کډوالۍ فرصت برابر شي، کډوالي به وکړي؟ همدارنګه سلاموطندار هغه کورنۍ چې کډوالۍ ته لېواله دي، څېړلي او له ۳۱۲ کسانو څخه یې ۲۵۸ کسان چې ۸۳سلنه کېږي، ویلي، غواړي د ښه ژوند او افغانستان کې له ستونزو څخه د خلاصون لپاره له هېواده ووځي. په سلو کې ۱۷پوښتل شویو کسانو ویلي چې له هېواده به نهوځي او د هېواد د جوړولو لپاره به پاتې شي.
په همدې حال کې هېواد ته راستانه شوي یوشمېر ځوانان سلاموطندار ته وايي، افغانستان کې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د سیمې هېوادونو ته کډوال شوي وو، خو د کوربه هېوادونو د غیرانساني چلند او د افغان کډوالو د سپکاوي له امله بېرته هېواد ته راستانه شول او خپلو زدهکړو او کار ته یې دوام ورکړی دی.
شمسالدین نبيزاده وايي: موږ له افغانستان څخه ایران ته ولاړو، په ایران کې له موږ سره د یوه سوداګریز توکي په څېر چلند کېده. له هغه ځايه ترکيې ته لاړو او په ترکيه کې تر دې هم بدتر شو. له هغه ځايه موږ اروپايي هېوادونو ته ولاړو. دوه یا درې ځله موږ له هغه قاچاقبر سره لاړو چې موږ ورسره خبرې وکړې؛ په بل هېواد کې له موږ سره بد چلند کېده او کله چې دوی تاسو ونیسي، نو ستاسو جامې او هر څه له در اخلي او وهلډبول درکوي. وریځې یې راباندې وخریلې. له هغه وروسته مې هېواد ته د راستنېدو هوډ وکړ او بېرته راستون شوم او اوس په خپلو زدهکړو بوخت یم.»
ایمل هم وویل: «زه دوه کاله ترکیه کې وم، پیسې مې درلودې، خو سکون او ارامنښت نهوو، له موږ سره سم چلند نهکېده، نو بېرته هېواد ته راستون شوم. زه اوس شپږ یاشتې کېږي، په خپل هېواد کې یم. دلته زه په خیاطۍ بوخت یم.»
خو ټولنپوهان وايي، که ځوانانو ته پام ونهشي او د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو په ځانګړې توګه د زدهکړو او کار زمينه ورته برابره نهشي، د ځوانانو تېښته به هېواد د یوه ناورین لوري ته بوځي.
ټولنپوه ضيا شمس وايي: «کله چې د ټولنې يوه مهمه برخه کډوال شي او يا کډوالي یې کړې وي، ټولنه خپل لومړنی ځواک له لاسه ورکوي او هغه کسان چې په ټولنه کې دي؛ خو هغه نور چې د ټولنې څخه د وتلو انګیزه او نظر لري، په دې توګه ټولنه کمزورې کېږي او ټولنه د لویانو او ماشومانو په ټولنه بدلېږي او له بلخوا د ټولنې کارکوونکي او تخصصي برخه هم پاتې کېږي چې دا کار د ټولنې په دوام کې د ګډوډۍ لامل کېږي.»
هڅه مو وکړه چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له مسوولانو د افغان کډوالو کره شمېر ترلاسه کړو، خو د یاد وزارت مسوولانو زموږ پوښتنو ته ځواب ورنهکړ.
له افغانستان کډوالي نوي ښکارنده نهده، خو د ۲۰۲۱کال د اګست پر ۱۵مه له افغانستان د ځوانانو کډوالي، په کمسارې توګه زیاته شوې چې ان سیمه کې د قانوني او غیرقانوني کډوالي شمېر هم له افغانستانه دی.