Asset 1SWN

د نیپال ډېپنډرا سېنګ د قطر پروړاندې یوه اوور کې ۶ شپږیزې ووهلې

Dipendra-Singh-Airee

د نیپال کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ډېپنډرا سېنګ اېري د «اې‌سي‌سي‌» پرېمیر کپ سیالیو په لړ کې د قطر پر وړاندې په یوه اوور کې شپږ شپږیزې ووهلې.

اېري په نړیوالو شل اووره سیالیو کې درېیم لوبغاړی شو چې په یوه اوور کې په پرله‌پسې توګه شپږ شپږیزې وهي. نوموړي دې لوبه کې په ۲۱ بالونو ناسوځېدلې ۶۴ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اېري د قطر په توپ‌اچوونکي کامران خان دغه ریکارډ جوړ کړ. نوموړی په ټوله کې پنځم لوبغاړی شو چې په یوه اوور کې شپږ شپږیزې وهي.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی یوفراج سېنګ د ۲۰۰۷ کال شل اووره سیالیو نړیوال جام کې د انګلستان د چټک توپ‌اچوونکي سټوارټ براډ پروړاندې په لومړي ځل په یوه اوور کې د شپږ شپږیزو د وهلو ریکارډ جوړ کړ.

له هغه وروسته په شل اووره لوبه کې کېرن پولاډ د سریلانکا د اکیلا ډننجایا پر وړاندې یوه اوور کې شپږ شپږیزې ووهلې.

په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې بیا د سوېلي افریقا هرشل ګېپس او د امریکا د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي جسکرن ملوهټرا بیا دغه ریکارډونه په خپل نوم کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ډېپنډرا سېنګ اېري له دې وړاندې د چین اسیايي لوبو کې د منګولیا پروړاندې د شل اووره سیالیو د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ هم جوړ کړی و. هغه په لسو توپونو ناسوځېدلې ۵۲ منډې جوړې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام