Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې لسګونه بې‌وزله کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړېږي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د دغه ولایت ۶۵ بې‌وزله کورنیو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړېږي.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال اصف‌الله اسدي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه کوچني فارمونه په میدان‌ښار، نرخ، جلرېز، چک، دایمیرداد او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې د بې‌وزله کورنیو اقتصادي ودې لپاره جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسدي زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۳۰ د هګیو چرګې او د چرګانو د ساتنې او پالنې وسایل وېشل شوي او په پام کې ده چې ورته د چرګانو کوچني فارمونه د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم جوړ شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ بې‌وزله او اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د ملګروملتونو پراختیايي ادارې له لوري ورته د چرګانو ساتنې کوچني فارمونه جوړېږي، خو دوي ټینګار کوي چې کرنې او مالدارۍ ریاست دې بې‌وزله کورنیو ته د چرګانو ساتنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام