Asset 1SWN

زابل کې له ۵۰ فارمونو هره میاشت ۳۰۰زره غوښن چرګان تولیدېږي

-=-==============

په زابل کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د چرکانو ۵۰فارمونه شتون لري چې هر فارم په څه باندې یوه میاشت کې ۶۰۰۰ زره غوښن چرګان تولیدوي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عطاء‌الله راشد سلام‌وطندار ته وايي چې تولید شوي چرګان د زابل ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وویل: «زابل کې اوس پنځوس د چرګانو فارمونه وجود لري. په اوسط ډول هر فارم په څلویښت شپو کې شپږ زره چرګان تولیدوي دغه چرګان دلته زابل کې هم مصرفیږي، خو زیاته برخه یې ګاونډي ولایتونو ته ځي.»

زابل کې د چرګانو یو فارم لرونکی احمدګل وايي چې دې برخه کې یې پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او ښه ګټه‌وټه هم ترلاسه کوي. دی وايي، هڅه کوي چې نور فارمونه هم جوړ کړي.

نوموړي وویل: «دا یو کال کېږي چې ما د غوښونو چرګاتو فارمدارۍ ته مخه کړې، پنځوس لکه مې پانګونه کړې ده. زما سره دلته ډېری کسان پر کار شوي دي. د غوښنو چرګانو غوښه ډېره ارزانه شوې. پخوا کیلو په ۲۲۰ وه، خو اوس کیلو په ۱۲۰ یا ۱۱۵ ده. دا ډېر ښه کار دی. اوس غواړم چې شپږ ، اووه نور فارمونه هم جوړ کړم،. اوس زموږ چرګان، پکتیا، کابل، کندوز او بدخشان ته هم ځي.»

په دغه فارمونو کې بوخت کارکوونکي له خپل کار خوښ دي او وايي چې د زابل اوبه او هوا د چرګانو د فارمدارۍ، پایښت، او ودې لپاره مناسبه ده.

د چرګانو فارم کې یوه کارکوونکي سردارمحمد وویل: «درې میاشتې کېږي چې زه د غوښنو چرګانو فارم کې کار کوم، خوښ یم چې له دې لارې د خپل کور حلاله نفقه پیدا کوم. پخوا موږ بې‌کاره وو، اوس پر کار یوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته د غوښنو چرګانو پر لېږد بندیز زابل او ګڼو نورو ولایتونو کې د پخوا په پرتله اوس د چرګانو روزنې فارمونو ‌شمېر زیات شوی چې د غوښې سربېره یادو فارمونو کې هګۍ هم تولیدېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام