د ژوند ژغورنې ملي غورځنګ مسوولان وايي، د وینې ورکوونکو او وینې ته د اړتیا لرونکو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره د وینې ورکولو کمپاین یې د ۱۵ رضاکاره ځوانانو په نوښت پیل کړی دی.

دغه غورځنګ چې ناروغانو ته په وړیا توګه د وینې برابرولو په موخه فعالیت کوي، مسوولان یې وايي، د هېواد په کچه یې د وینې ورکولو کمپاین پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، دغه کمپاین د وټسپ له لارې پرمخ وړي، څو په لنډ وخت کې په وړیا ډول ناروغانو ته وینه برابره کړي. د دغه کمپاین له مسوولانو قدرت‌الله ضیايي سلام‌وطندار ته وویل، دامهال ۳۴ ولایتونو کې د وینې ورکولو لپاره ۳۱زره فعاله غړي لري.

ده زیاته کړه چې هر ولایت کې د هغو ناروغانو لپاره چې وینې ته اړتیا لري، د ورځې ۵زره سي‌سي‌ وینې برابرولی شي.

قدرت‌الله ضیايي وویل: «۳۴ولایتونو کې ۳۱زره غړي لرو چې د وینې برابرولو او همغږۍ لپاره مو وټسپ رامنځته کړی. له ناروغانو مو دا غوښتنه ده چې د وینې پارچه وټسپ ګروب ته راولېږي او کله یې چې موږ ته راولېږله، بیا هغه کسان چې موږ سره ثبت دي، ناروغ ته یې دوینې ورکولو لپاره ورمعرفي کووږ»

د کابل اوسېدونکی قسیم له هغو کسانو دی چې وینې ته یې اړتیا درلوده او د وینې ورکولو همدغه کمپاین له لارې یې خپلې مېرمنې ته په وړیا ډول وینه ترلاسه کړې ده. «مېرمنې مې وینې ته اړتیا درلوده او وینه یې کمه وه، بیا د ژوند ژغورنې ملي غورځنګ وټسپ ګروپ کې یو څوک پیدا شو او وینې یې راکړه.»

د یوه کس له بدن څخه د وینې اېستلو بهیر.

د ژوند ژغورلو کمپاین له رضاکارانو څخه کریم‌الله امیني چې د ماشوم د روغتیا اندراګاندي روغتون ته ورغلی او یوه کس ته یې وینه ورکړې، وویل: «زموږ موخه د خدای رضا ده او د انسان روغتیا ده او غوښتنه مو له نورو دا ده چې د وینې په ورکولو سره د نورو ژوند وژغوري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د وینې ورکولو کمپاین مسوولان له هېوادوالو غواړي چې وینې ته د اړتیا لرونکو ناروغانو لپاره د وینې ورکولو بهیر کې ونډه واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام