د ملګرو ملتونو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په کندوز او تخار ولایتونو کې په څلورو جلا پېښو کې اته واکسیناتوران وژل شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې د واکسیناتور ټیم یو غړی د تخار ولایت په تالقان ښار کې، څلور په کندوز ښار او دوه واکسیناتوران او یو کارکوونکی د دغه ولایت په امام‌صاحب ولسوالي کې وژل شوي دي. ملګرو ملتونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.

په همدې حال کې د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته وویل، دغه ولایت کې د ناپېژندو وسله‌والو په بریدونو کې د واکسین پروګرام ۷ کارکوونکي وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عابدي په وینا، د کندوز ښار په مرکز کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه او درې نور چې ټولې یې ښځې دي، د دغه ولایت په امام‌صاحب ولسوالي کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند زیاتوي چې د دې پېښو په تړاو دوه تنه نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي. دى وايي چې تراوسه کوم کس يا ډلې د يادو پېښو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو پر روغتیايي کارکوونکو برید له نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړونه بللې او هغه یې غندلی دی. دغه سازمان ویلي چې «دا بې‌مانا تاوتریخوالی باید سمدستي ودرول شي او عاملین یې باید تر قانوني څېړنو لاندې راوستل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګروملتونو په خبرپاڼه کې راغلي: «د ماشومانو د ګوزڼ مخنیوي کمپاین د میلیونونو ماشومانو د فلج مخه نیسي او دا یوه حیاتي او اغیزمنه لار ده. دا غیر انساني ده چې ماشومان له سالم ژوند څخه بې‌برخې شي.»

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په کندوز او تخار ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونه ځنډول شوي دي. دا په روان کال کې د پولیو یا ګوزڼ واکسین پر کارکوونکو لومړی برید دی. ملګري ملتونه وايي، تېر کال په افغانستان کې د پولیو د واکسین نهه کارکوونکي وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام