Asset 1SWN

د پکتیا اوسېدونکي په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي کارخونو له فعالیت څخه سر ټکوي

پکتیا-1-qmzgy4uyp0ghxp7e6cddhoem9gbbtnp471mkchm1s8

د پکتيا د ګردېز ښار یوشمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې ډېری تولیدي کارخونې د ښار په اړوندو استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي او په وینا یې، د سوځېدونکو توکو دود د ښار هوا ککړه کړې او دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ګردېز ښار د «اریانا پمپ» سیمې اوسېدونکی معین‌شاه وايي، د کور له دېوال سره په خوا کې یې د ګوړې جوړولو یوه کارخونه فعاله ده چې د دود له امله یې دوی او نور ورڅېرمه کورونه تنګ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه غوښتنه کوي چې حکومتي مسوولان باید په استوګنیزو سیمو کې کارخونو ته د فعالیت اجازه ور نه‌کړي؛ ځکه په خبره یې، یادې کارخونې نه د دود چاڼولو فېلټرونه لري او نه یې هم ځایونه معیاري جوړ شوي چې له کبله یې هوا ککړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «د کلي په منځ کې يې جوړه کړې، د ګوړې جوړولو کارخونه ده. له بورې نه يې جوړوي. په کور کې کالي نه‌شوو هوارولی، لوږي یې راځي، له دود څخه یې بېخي تنګ شوي یوو، له بوی نه یې ډېر په تنګ یوو، دا ټولې لوړې یې دلته راځي.»

د ګردېز ښار یو بل اوسېدونکی انځرګل امينزی هم په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي کارخونو له فعالیت څخه شکایت کوي او وايي: «په ښار کې که کارخانې دي يا هم د کولچو پخولو هټۍ يا نورې کارخونې دي، دا د ښار لپاره ډېرې زیانمنې دي. موږ له دولت او سوداګرو څخه غوښتنه کوو چې دا ستونزه حل کړي.»

په ګردېز ښار کې د یوې کارخونې مسوول فضل‌الدین جلالزي بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې د صنعتي ښارګوټي نه موجودیت له امله کارخونې په شخصي ځایونو کې جوړې شوې دي.

د هغه په خبره، د برښنا نه موجودیت له کبله زیاتره کارخونې د ډبرو سکاره، لرګي او یا هم جنراټورونه کاروي چې له کبله یې هوا ککړېږي او غږیزه ککړتیا هم پیدا کېږي.

په ورته وخت کې د پکتیا د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان هم مني چې په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي کارخونو فعالیت له امله د هوا او غږیزې ککړتیا خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د پکتیا د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت وايي، په ولایت کې د کارخونو فعالیت تر ۵۰ سلنه زیات نامعیاري دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «موږ سل په سلو کې د چاپېریال ساتنې پاليسي نه‌شوو عملي کولای؛ ځکه هغومره امکانات نه‌لري، څومره پانګونه یې چې کړې ده؛ نو دغومره اندازه يې بيا پر دې هم لګول کېږي. دومره امکانات نه‌لري چې لوګي او نور زیانونه پرې کنټرول کړي. خو انشاالله زموږ اداره ژمنه ده او پیاوړی هوډ لرو چې زموږ د صنایعو برخې هېوادوال وپوهوو او اړ یې کړو چې د وسایلو او فېلټرونو په کارولو سره خپل فعالیت معیاري کړي.»

د معلوماتو له مخې، اوس په مرکز ګردېز ښار کې لسګونه لویې او وړې تولیدي کارخونې شته چې ټولې یې په استوګنیزو او یا هم د ښار په دننه کې فعالیت کوي چې له کبله یې خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام