عامې روغتیا وزارت د روغتیا برخې د رضاکارانو ملي ورځ ونمانځله

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن په کابل کې د روغتیا برخې د رضاکارانو ملي ورځ ونمانځله. د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب‌الله اخوندزاده په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، اوس په ټول هېواد کې ۳۰۰۰ رضاکاران چې ۵۰ سلنه یې مېرمنې دي، شته.

کابل کې څه باندې ۲۵۰ کورنیو سره د سکرو مرسته وشوه

کابل کې یو‌شمېر ځوانانو په رضاکارانه توګه اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه د سکرو وېش پروګرام پیل کړی. تراوسه په دغه پروګرام څه باندې ۲۵۰ اړمنو کورنیو باندې سکاره وېشل شوي دي. دغه پروګرام پنج‌شنبه د مرغومې ۱۵مه د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کابینې د یو‌شمېر غړیو په شتون کې پیل شو.