د بسم‌الله عادل او د هغه د کورنۍ د غړيو وژل؛ يو دولتي پلاوی يې پېښې څېړي

غور ولايت ته د «غور غږ» راډیو د پخواني مسوول بسم الله عادل او د هغه د کورنۍ د ۳ غړيو د وژنې د څېړلو په موخه يو دولتي پلاوی ورغلی دی.

د وژل شوي خبریال بسم الله عادل کورنۍ وايي، د نوموړي په وینو لړلی کمیس يې له ځان سره ساتلی او د ولسمشر له لوري د پېښې د څېړنې لپاره ټاکل شوي پلاوي ته يې ورښيي چې غږ يې  واورېدل شي.

د بشري حقونو کمیسيون د بسم الله عادل پر کور د برید په اړه د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له مسوولو بنسټونو غوښتي چې د غور غږ راډيو د پخواني مسوول بسم‌الله عادل د وژنې او د نوموړي د پلار په کور د برید په اړه څېړنې وکړي.

ياد کمیسیون نن په ټوېټ کې ويلي، د دوی د موندنو پر بنسټ د غور غږ راډيو د پخواني مسوول بسم‌الله عادل د پلار په کور د طالبانو وسله‌وال برید کې د يوې ۱۳ کلنې نجلۍ په ګډون…

د غور غږ راډيو مسوول بسم الله عادل خاورو ته وسپارل شو

د بسم‌الله عادل کورنۍ وايي، زوی يې هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د خلکو د غږ اوچتولو لپاره ووژل شو. د عادل پلار گل محمد عادل وايي، پر زوی يې څو ځله د وسله‌والو لوري بريدونه شوي دي چې روغ ترې وتلی و.
د نوموړي په وينا، دوی دا موضوع څو څو ځله له کشفي او استخباراتي ادارو سره شريکه کړې؛ خو هېڅ  پام ورته نه دی شوی.