«د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه دې پر طالبانو د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره وکارول شي»

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړيو او د افغانستان له متحدانو سره کار کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.

‎د بسم الله عادل پر کور د طالبانو برید؛ ۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپيان دي

د غور امنیتي سرچینې وايي، د «غور غږ» را‌‌‌‌‌‌ډيو د پخواني مسوول مدیر بسم الله عادل پر کور د طالبانو برید کې د نوموړي د کورنۍ ۳ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

‎د یاد ولایت د دویمې امنیتي حوزې امر او د بسم‌الله عادل ورور حیات الله عادل وايي، تېره شپه طالبانو د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار «تغه تیمور» سیمه کې د نوموړي پر کور برید کړی.